امنیت

د جوزجان په آقچې ولسوالۍ د وسله والو طالبانو ناکام بريد

شبرغان باختر دليندۍ دمياشتې ١٣ :
په جوزجان  ولايت کې پوځيان وايي  چې په آقچې ولسوالۍ د طالبانو  پراخ  بريد
يې له ماتې سره مخامخ کړى دى.
د پنجشنبې په شپه په لسګونو وسله والو طالبانو د آقچې په ولسوالۍ بريد وکړ .
دخبرونو له مخې ؛  جګړې  ترسهارپورې  دوام  درلود.
د جوزجان ولايت  دپوليسو يوه قوماندان د باخترآژانس خبريال ته وويل :  په دې بريدکې وسله وال طالبان  له سختې ماتې سره مخامخ شول.
ده وويل ؛ په دې بريد کې وسله والو طالبانو ته د سر دروند زيان واوښت  خو درامنځته شويو  تلفاتو په باب يې  دقيق معلومات  ورنه کړل.
د پوليسو دغه قوماندان په دې جګړه کې  دپوليسو دځواکونو د سر داحتمالي زيان په باب څه  ونه  ويل .
طالبانو تر اوسه پورې په  دې باب څه نه دي ويلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته