
تبصره:
کابل، د وږي۶ مه، باختر
د قطر لومړي وزیر خبرداری ورکړ که چېرې اسلامي امارت سره تعامل ونه شي، له نړیوالې ټولنې سره به د افغانستان ستونزې زیاتې شي.
د باخترآژانس مبصرلیکي: د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په خپلو تازه څرګندونو کې نړۍ اسلامي امارت سره تعامل ته وهڅوله.
هغه خبرداری ورکړ که اسلامي امارت سره تعامل ونه شي لویې ستونزې به رامنځته شي.
له سرپرست حکومت سره د نړیوالې ټولنې تعامل د ټولو په ګټه دی او دا هغه مهال شونی دی، چې د سیمې هېوادونه او ګاونډیان د متقابل احترام پربنسټ متوازنه تګلاره غوره کړي.
که څه هم د تعامل او احترام مفکوره نن ورځ په سیمه ییزو او نړیوالو ستونزو کې ښه کلمه ده او په عصري ډیپلوماسۍ کې د تړلو دروازو کلي ګڼل کېږي.
یوه ډله هېوادونه هڅه کوي په افغانستان کې د زور او ځواک او د ستونزو په رامنځته کولو او په سیمه کې له خپلو ستراتیژیکي پلانونو سره د بېرته راتګ لپاره لاره هواره کړي.
دوی په افغانستان کې د خپلو ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره له هغومسایلو څخه چې دوی پورې هېڅ اړه نه لري، د حربې او فشار په توګه کار اخلي او د افغانستان اسلامي امارت پر مشرانو بې مورده او ناموجه بندیزونه لګوي.
په ټولیزه توګه دوی هڅه کوي چې د افغانستان په منزوي کولو سره د اسلامي امارت مشران مجبوره کړي تر څو د دوی ناروا غوښتنو ته تمکین وکړي.
په داسې حال کې چې اسلامي امارت په آرامې دیپلوماسي سره هڅه کړې ترڅو هېوادونو سره ستونزې د اړیکو او متقابل تفاهم له لارې حل کړي، بدبیني په فرصتونو بدله کړي او په استدلال او خلاص فکر سره د همکارۍ زمینه برابره کړي.
هغه څه چې د قطر لومړي وزیر ویلي، د هغو خبرو تکرار دی چې اسلامي امارت له دوو کلونو راهیسې بیانوي.
نن ورځ افغانستان داسې فرصتونه او ظرفیتونه لري چې حساب او تعریف یې کیدای شي لومړی تعریف یې په هیواد کې د امنیت مسله ده، چې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره په هېواد کې د امنیت ټینګښت یوه ښکاره بیلګه ده او د هر ګاونډي او د سیمې هېوادونو لپاره یو ښه فرصت دی.
طبعي خبره ده چې د اسلامي امارت مشران له دغو فرصتونو او ظرفیتونو څخه په استفادې سره د یو مرکزي نظام د ټینګښت، د خلکو هوساینې او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا لپاره کار کوي.
افغانستان امن دی او د خپلې هوساینې لپاره هلې ځلې کوي، هېڅ هېواد ته ګواښ نه دی، د سیمې د هېوادونو د نښلولو نقطه او د همکارۍ عامل دی، له همدې امله په دې هېواد کې له اوسني نظام سره تعامل او همکاري له ټولو سره د هوساینې، همکارۍ او هماهنګۍ پرته بله پایله نه لري، او ښه به دا وي چې دې امر ته تمکین وشي او هغه تعقیب شي