خبرونهورزشنړۍ

د قطر په کوربه توب د فوټبال نړیوال جام؛ د راتلوونکې یکشنبې په ورځ پیلېږي

نړیوالې رسنۍ، د لړم ۲۶ مه، باختر

په قطر کې د فوټبال نړیوال جام لومړۍ لوبه د یکشنبې په ورځ له یو لړ مراسمو وروسته ترسره کېږي.

قطر تمه لري چې یاد جام ته به له بهرنیو هېوادونو څخه ۱،۲ ميلیونه ننداره چیان د لوبې لیدلو ته ورشي، چې د قطر فوټبال تنظیم اداره وایي د دې لپاره بشپړ چمتو والی لري. قطر د فوټبال نړیوال جام لپاره نوي ۸ داسې لوبغالي چمتو کړي، چې په نوې ټکنالوژۍ سره سمبال دي

قطر یو له عربي هېوادو څخه دی، چې د فوټبال کارپوهانو او د فیفا پخواني مشر لخوا د فوټبال نړیوال جام لپاره د قطر په شان د یو کوچني هېواد ټاکل یوه تېروتنه بلل شوې وه، خو د قطر د فوټبال د تنظیم اداره وایي چې دغه اداره د لوبغاړو او ننداره چیانو لپاره امنیتي او د اوسېدو ځای لپاره بشپړ چمتووالی لري.

همدا راز په قطر کې د نړیوال جام ۳۲ لوبډلې ګډون کوي، چې په شپږو ګروپونو وېشل شوي او ټولې به په کې د نړیوال جام ۶۴ لوبې ترسره شي.

په دغه جام کې به د نړۍ د فوټبال دوه نامتو ستوري لیونل میسي او کریستیانو رونالډو هم ګډون وکړي، چې د میسي په ګډون ارجنټاین لوبډله د سعودي، مکسیکو او پولنډ سره په لومړي ګروپ کې او د رونالډو په ګډون پرتګال لوبډله د ګانا، یوروګوای او کوریا سره په شپږم ګروپ کې ځای لري.

د یاد جام لپاره نږدې ټولو لوبډلو د لوبغاړو نوملړونه اعلان کړي او د قطر په لور خوځېدلې او له تمریناتي سیالیو وروسته به رسمي لوبې پېل کړي.

روسیه چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د تېر فوټبال نړیوال جام کوربه توب کړی و، د اوکراین سره د کړکېچ له کبله له یاد جام څخه ایستل شوې ده.

د یادونې وړ ده په قطر کې د فوټبال نړیوال جام لوبې د افغانستان پر وخت د ماسپښین پر ۲:۳۰ او د شپې په ۱۱:۳۰ بجو تر سره کېږي.

بهیر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا