امنیت

دداياک پروګرام ته وسلې وسپارل شوې

کابلباختردميزان١٠
يوه اندا زه وسلې او مهمات نن په باميانو ولايت کې د داياک پروګرام ته وسپارل شوې .
دباميانو د ولايت مرستيال محمدآصف مبلغ باخترآژانس ته وويل :  دغه وسلې  او مهمات د روان کال په بهيرکې دسيغان ، شيبراو ديکاولنګ له ولسواليو او ددغه ولايت له يوشمير نورو سيمو څخه راټولې کړاى شوي وې .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې :   په دغوتوکو کې يو زرو  ديرش ګولۍ اوه پنځوس ماينونه ، يوه اندا زه چاوديدونکي توکي او  درويشت کلاشينکوفونه شته  چې دداياک پروګرام ته  وسپارل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته