(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنه

د قلعه زال اوسېدونکي کندز ښار ته پر غزېدلې لاره د ویجاړ شوي پله د بیا رغونې غوښتنه کوي

کابل، د زمري ۴مه، باختر

د کندز ولایت د قلعه زال ولسوالۍ اوسېدونکي له حکومت څخه د هغه پله د بیا رغونې غوښتنه کوي، چې د دغې ولسوالۍ او کندز ښارترمنځ پر غځېدلې لاره موقعیت لري او د تېرو جګړو په پایله کې نړېدلی دی.

د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو په وینا چې د دغه پله تر ویجاړېدو وروسته کندز ښار ته د تګ راتګ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د قلعه زال ولسوالۍ دوه تنه اوسېدونکي هر یو جان محمد او کرامت الله وايي، چې د خپلو اړتياوو د حل لپاره د کندز مرکز او دغې ولسوالۍ ته د سفر پر مهال له سیند څخه د کېمو په واسطه تېرېږي، چې وخت ناوخت ان د مسافرو د مرګ سبب هم کېږي، د قلعه زال ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د اوړي په راتګ سره د سیند اوبه کمې شوي او د پله د بیا رغونې جوړېدو لپار ښه زمينه برابره ده.

ورته وخت کې د قلعه زال ولسوالۍ مرستيال او سرپرست مولوي عبدالله عبيده په یاده ‌ولسوالۍ کې د خلکو شته ستونزه مني او وايي، چې د قلعه زال ولسوالۍ د اوسېدونکو دغه ستونزې یې د سیمه ییز حکومت له چارواکو سره شریکې کړي او د پله د بیارغونې ژمنه شوې ده.

د کندز ولايت قلعه زال ولسوالۍ د دې ولايت شمال لوېدیځ لوري ته پرته سرحدي ولسوالۍ ده او د یاد پل په وسیله د کندز له مرکز سره وصل کېږي.

صافی

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا