کابل باختر د ثور شپاړلسمه :
د هرات ولايت دکشک کهنه ولسوالۍ خلکو د رايې ورکولو د نوم ليکنې او د انتخاباتي مرکزونو دښه امنيت دتامينولو غوښتنه وکړه .
دکشک کهنه د ولسوالۍ يوشمېر اوسيدونکو چې نن يې د هرات له والي محمد اصف رحيمي سره وکتل ، ټينګار وکړ چې د دغې ولسوالۍ خلک به په انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړي او له مقاماتو څخه يې غوښتنه وکړه چې د خلکو دمشارکت لپاره زمينه برابره کړي .
په دې کتنه کې چې د بهزاد نګارستان په تالار کې جوړه شوه د ولسي جرګې غړي عبدالهادي جمشيدي د رايې ورکولو مرکزونو دامنيت دتامينولو په لاره کې د مقاماتو دجديت غوښتنه وکړه .
دغه راز د هرات والي د نوم ليکنې او وروسته په انتخاباتو کې دګډون په خاطر د هرات ښار او د هرات ولايت اوسيدونکو ته د امککاناتواو اسانتياو دبرابرولو په باب دجمهوري رياست لارښوونو ته په اشارې سره وويل؛ په واک کې د خلکو درښتيني ارادې د تمثيل يواځنۍ لاره په انتخاباتو کې ګډون او د خلکو د رايې له حق څخه استفاده ده .
د هرات والي دکشک کهنه ولسوالۍ د خلکو دستونزو دڅېړنې په خاطر اړوندو مراجعو ته لارښوونه وکړه چې د خلکو ستونزې په خپل وخت سره حل کړي.
ختم_ ج _ اکرم
2 1 دقیقه لوستل