امنیت

تښتول شوى انجنير د انسان تښتوونکو له منګولوڅخه آزاد کړى شو

 مزار شريف/ باختر د چنګاښ د مياشتې ٢٢مه :
د بلخ ښاروالۍ يو انجينر چې څه مودې مخکې تښتول شوى و، پرون د انسان تښتوونکو له منګولوڅخه آزاد کړى شو .
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د بلخ ولايت امنيه قوماندان جنرال سيد کمال سادات د يوې خبري غونډې په ترڅ کې د دغه انجنير چې لس ورځې مخکې له مزارشريف ښار څخه د نا پيژاندو وسله والوکسانو له خوا تښتول شوى و، د خوشې کيدو خبر ورکړ او ويې ويل: د مزارشريف ښاروالۍ کارکوونکى انجنير جاويد له تښتونې وروسته د بلخ، جوزجان او سرپل د ولايتونو د ګډو امنيتي بنسټونو په هلې ځلې له کومې معاملې پرته وپيژندل شو او آزاد شو .
ده زياته کړه چې د دغې پيښې په اړوند يوه ښځه او يوه نارينه نيول شوي دي.
انجنير جاويد چې لس ورځې مخکې د مزارشريف ښار  له سيد آباد ساحې څخه تښتول شوى و، وويل: وسله والو انسان تښتوونکو د شپې په يوه بجه زما کور ته وننوتل، د ګاڼو او نغدو پيسو په غلاکولو سربېره زه يې هم وتښتولم.
د بلخ امنيه قوماندان ژمنه وکړه چې د دغې ډلې نورغړي هم ډير ژر به ونيول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته