کابل باختر دوري دمياشتې ١٢ نيټه :
د بغلان ولايت پوليسو د بغلان په نهرين ولسوالۍ کې د وژنې په تور د دريو تنو دنيولو خبر ورکړ.
دبغلان امنيه قوماندان جنرال اکرام الدين سريع په يوه خبري غونډه کې وويل ؛ دغه درې تنه چې ديوه تن د وژنې په تور ، تورن دي د نهرين ولسوالۍ دکوهګداى په سيمه کې ونيول شول.
ده وويل نيول شويو کسانو يوه اوونۍ مخکې يو تن د نهرين په برقي ساحه کې وژلى و.
سريع زياته کړه چې تېرکال هم پوليسو څه دپاسه څلويښت تنه د وژنې ، جنايي او ناموسي پيښو په جرم نيولي وو.پاىځدران ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ