سیاست

په کورنى برخه کې نوي نرخنامې منظوره شوه.

کابل /دلړم ١٥مه / باختر :
دکورنيو هوايي شرکتونو  وړانديزي نرخنامې چې پخوا  دهوايي چلند ادارې ته  رسيدلې وې ، پرون له غوراو څېړنې وروسته  دبېلابېلو شرکتونو دمسافروړونکو الوتکو دلګښتونو په پام کې نيولو سره  داريانا او کام اير دهوايي لېږد او رالېږد دشرکتونو داستازو په شتون په بېلابېلو برخو کې دهوايي شرکتونو  دعملياتي لګښت  دمحاسبې پربنسټ  دتاييد وړوګرځيدې.
دملکي هوايي چلند له ادارې څخه باختراژانس ته په لېږل شوي خبرپاڼه کې  ويل شوي دي . په دې وسيله کورنيو هوايي شرکتونو اوهغو ټولو سياحتي شرکتونو ته چې دهوايي شرکتونو  ټکټونه پلوري  لارښوونه  کېږي چې په جدول کې دشامل الوتنې په برخو کې  له ټاکلو بيو سره سم  اجراات وکړي .
په هغه صورت کې چې هوايي شرکتونه له منظورو شويوبيو څخه سرغړونه وکړي   له قانون سره سم  له هغو سره تاديبي چلند کېږي .او سرغړونکى سياحتي شرکتونه  دټکټ پلورنې  حق له لاسه ورکوي   او کورني هوايي شرکتونه موظف دي  چې دهغوى دټکټ پلورنې امتياز بند کړي .
دغه راز  هوايي شرکتونو ته لارښوونه کېږي  چې ددغې  خبرپاڼې له صادريدو څخه وروسته دې دټکټ دبدلون پاليسي  او له مسافرت څخه  انصراف دملکي هوايي چلند  دقانون له  ٦٤ مادې سره سم تنظيم کړي  اودخپلو  صادرو شويو ټکټونو په فهرست کې دې  درج کړي .
هوايي شرکتونه مکلف دي  چې ټول صادر شوي تکټونه او داړيکو شمېرې دمسافرانو دشکايتونو  دثبت اواخستلو لپاره  درج کړي  او شکايتونو ته  اغيزمنه پاملرنه وکړي .
هوايي شرکتونه اوسياحتي شرکتونه دې په خپله برخه کې  له دغو نرخنامو سره سم  اجراات وکړي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته