نړۍ

پنځه تنه پوځلي مليشې د خيبرپښتونخوا په قبايلي سيمه کې ووژل شوې

پيښور- دان – باختر د وږي دمياشتې ١
د اورکزو په قبايلي سيمه کې يې د پوځي مليشو او د قبايلي لښکر ترمنځ د نښتې له امله څه ناڅه پنځه تنه مليشې ووژلې شوې او درې تنه نوريې ټپيانې شوې.
باختر آژانس د پاکستان د ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ: دغه جګړه د ورکزو د دانا کوټ په سيمه کې ونښته او د دواړو لورو له خوا د درندو وسلو ډزې وشوې.
خبرځايونو وويل چې په دې نښته کې څه ناڅه پنځه تنه ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
دخبرځاى دخبرله مخې: وژل شوې کسان د آدم خيلو د درې له طالبان څخه د مومن خان په ډلې پورې اړوند وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته