سیاست

جمهور رئیس غني: نه غواړم چې پریکړې مو یوازې په خبروکې پاتې شي، څه چې وایو؛ په هغو باید عمل وشي

کابل باختر د لړم د مياشتې ٢٨مه :
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په ملي شوراکې د کاپیسا، پروان،  پنجشېر، مېدان وردګو او د بامېانو د ولایتونو د خلکو له استازو سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، د دغو ولایتونو استازو په وار سره په خپلو اړوندو ولایتونوکې د امنیت، وزګارتيا، پوهنې، روغتیایي خدمتونو، برېښنا، د څښاک د اوبو او  په سیمه ایزو اداروکې د کمزورى مدیرت په برخه کې د موجودو ستونزو په باب جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.
دوی همدا راز له جمهور رئیس څخه وغوښتل چې نوی حکومت دې په هېواد کې کرنې اوطبیعي سرچینو ته لازمه پاملرنه وکړي او د سړکونو د جوړولو او په عدلي او قضایي اداروکې د اصلاحاتو د رامنځته کولو لپاره دې جدي اقدامات ترسره کړي.
جمهور رئیس په ملي شورا کې  د کاپیسا، پروان، پنجشېر، مېدان وردګو او د بامیانو دولایتونو د خلکو د استازو د ستونزو او غوښتنو له اورېدو وروسته وویل: زه نه غواړم چې زموږ پریکړې یوازې په خبروکې پاتې شي، څه چې وایو؛ په هغو باید عمل وشي.
محمد اشرف غني څرګنده کړه چې د افغانستان خلکو په ما باندې باورکړی او زه مکلف یم چې د هغوی د ستونزو او غوښتنو د حل لپاره اقدامات وکړم چې دغه اقدامات به په یقیني ډول خو په تدریج سره ترسره شي.
د افغانستان جمهور رئیس د دولت د درې ګونو قواوو ترمنځ د همغږۍ اهمیت ته د اشارې په ترڅ کې وویل: تر هغې پورې چې دغه  قواوې یوځای حرکت ونه کړي؛ هېواد مو حرکت نه شي کولای.
جمهور رئیس غني زیاته کړه: موږ هم پروګرام او هم هدف لرو خو د اجراکولو لپاره یې قوي وسایلو ته اړتیا لرو چې د دغو وسایلو د برابرولو لپاره په جدي ډول کار روان دی.
د افغانستان جمهور رئیس دکرنې سکټورته بنیادي پاملرنه یوه مهمه اړتیا وبلله، ويې ویل چې د حکومتوالۍ په سیستم کې له بنیادي بدلونونو پرته نه شو کولای د خلکو اړتیاوو ته ځواب و وایو.
ده وویل چې د پوهنې پیاوړتیا زموږ د پاملرنې په محورکې ده. د ولایتونو ټولې اساسي ستونزې کولای شو د ملي زیربنایي پلان له لارې حل کړو او دغه پلان تر راتلوونکو شپږو میاشتو پورې برابریږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته