فرهنګ

د جوزجان مدني فعالانو، فرهنګي شخصیتونو او فلم جوړونکو د خپلو فعالیتونو د دوام غوښتنه وکړه

کابل / د لړم ١۸مه / باختر
د جوزجان د مدني ټولنې فعالانو، فرهنګي شخصیتونو او فلم جوړونکو د جوزجان ولايت له سرپرست مولوي ذبیح الله حسیني سره په کتنه کې د خپلو ټولنیزو او فرهنګي فعالیتونو د دوام غوښتنه وکړه.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ په دې کتنه کې د جوزجان ولايت سرپرست مولوي ذبيح الله حسيني د ټولنيزو او مدني فعاليتونو په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه: ټول مدني فعالان او فرهنګي شخصیتونه کولای شي د هېواد د نافذه قوانینو او اسلامي شریعت سره سم خپلو مدني فعالیتونو ته دوام ورکړي او اسلامي امارت د هېواد ټولو فعالو ځوانانو ته ضرورت لري.
هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت پر خپلو ژمنو ولاړ دی او پر خپلو ژمنو عمل کوي او هېچا ستاسو د ځورونې حق نه لري.
دغه راز د مدني ټولنې یو شمېر فعالانو هم له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې له دوی سره نوره هم مادي او معنوي همکاري وکړي، ځکه هېڅ اداره او بنسټ د دوى مرستندوى نه دي.
دوى وويل: موږ ډېر لوستي ځوانان لرو چې زياتره يې وزګار دي او دا کار د دې لامل کېږي چې ځوانان له هېواده وتښتي.
پای\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته