ورزش

دنجونو دفوټبال ټيم وروستۍ سيالۍ ترسره کيږي.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٦
دنجونو دفوټبال دالف ليک دسياليو نيمه وروستى پړاو نن داشيانه او دمهرجو او دچهاردهي او دکابل کلپ د ټيمونو ترمنځ لوبو سره دوام مومي.
دهيواد دفوټبال فدراسيون دخپرونو غړى شمس اميني دباختر آژانس خبريال ته وويل: چې دنجونو دفوټبال دالف دليک سيالۍ د اتو ټيمونو په ګډون دفوټبال فدراسيون په لوبغالى کې پيل شوې وي چې په پاى کې څلورو ټيمونو وکولاى شول ددغو سياليونيمه وروستي پړاوته لاره ومومي او نيمه وروستى پړاو کې داشيانه او دمهرجو او دچهاردهي او دکابل کلپ ټيمونو وکولاى شول دنجونو دفوټبال دالف ليک دسياليو وروستي پړاوته لاره ومومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته