ښرنه باختر دوري دمياشتې 9 نيټه :
دوسله والوطالبانو تش په نامه نومول شوى ولسوال پرون دپکتيکاولايت په اومنه ولسوالۍ کې ووژل شو.
دپکتيکا ولايت دامنيې قوماندانۍ يوه مسوول دباخترآژانس سيمه ييز خبريال ته وويل ؛ چې دوسله والو طالبانو تش په نامه نومول شوى ولسوال هغه په اومنه ولسوالۍ کې ووژل شو چې دده دسپرلۍ موټر ددغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په ماين وخوت .
ده زياته کړه په دې پيښه کې د ده څلور تنه ملګري ټپيان شوي دي.
پاى ذکرالله