امنیت

دسرپل ولايت لپاره دطالبانو دسرې قطعې قوماندان ووژل شو

کابل / دليندې ٣مه / باختر :
دسرپل ولايت لپاره دوسله والو طالبانو دسرې قطعې قوماندان تېره شپه دځانګړو عملياتوپه بهير کې  له خپلو ٢٢ تنو افرادو سره ووژل شو .
  دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. د سرپل ولايت  لپاره دوسله والو طالبانو دسرې قطعې  قوماندان په ايوبي مشهور مولوي نور محمد دجوزجان ولايت ددرز اب  ولسوالۍ په اق چشمه سيمه کې دملي اردو دځواکونوپه ځانګړو عملياتو کې له ٢٢  تنو افرادو سره يې ووژل شو .
  په دغو عملياتو کې دجوزجان ددرز اب  ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال  په پهلوان مشهور مولوي روح الله  له خپلو ١٥ افرادو سره ټپي شوى دى .   ختم_ شکريه _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته