_کويټه ډي ډان باختر د کب دمياشتې ٢٦ :
ناپيژاندو وسله والو کسانو په بلوچستان ايالت کې ددغه ايالت دلوړو زده کړو وزير وتښتاوه .
دپاکستان دبلوچستان ايالت دپوليسو دڅرګندونوله مخې ، ناپيژاندو وسله والو کسانو پرون سهار دغه حکومتي مامور چې دخپلې دندې په لور روان و ، دکويټې ښار دسبزال رود په ناحيه کې وتيښتاوه.
دبلوچستان ايالت اعلي وزير ثناالله ظهري ددغه ايالت دپوليسو عمومي قوماندانۍ ته امر کړى ترڅو تښتول شوى وزير پيدا کړي.
د عبدالله جان تښتونه په داسې حال کې ترسره کيږي چې په پاکستان کې شپږمه عمومي سر شميرنه روانه ده او يوشمير زيات حکومتي مامورين اودپوهنې دبرخې کارکوونکي هم په دې بهيرکې ګډون لري.
مخکې له دې ددغې اوونۍ دسه شنبې په ورځ هم مظنونوپوځي مليشو دبلوچستان په آواران ولسوالۍ کې ديوه حکومتي ښوونځي درې تنه ښوونکي تښتولي و.
ويل کيږي چې دغه درې تنه ښوونکي دهغه روزنيزې دورې له تيرولو وروسته چې د پاکستان داحصائيې د ادارې له خوا د ملي سرشميرنې په مقصد جوړ شوى و بيرته ستنيدل .
2 1 دقیقه لوستل