سیاست

مسلمياردمشرانوجرګې ستاين ليک په کاناډاکې دافغانستان تجارتي اتشه ته ورکــــړ .

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٦ :
دمشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميارنن د فوايدعامې وزارت   له معين ډاکتراحمدشاه وحيد او دافغانستان دبياجوړولو او انکشافي خدمتونو دادارې
له رييس عبدالوکيل حنفي سره د ملي شورا په  مقر کې وکتل .
دمشرانوجرګي مطبوعاتي دفتر  باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په کتنه کې دمشرانوجرګي رييس  دجلال آباد  ښار دبهسودو دپله او د لته بند له لارې دکابل  _ جلال آباد  دلويې لارې  د دويم سړک  د جوړولو په  کار کې د ځنډ په باب  د خلکو ستونزې  او انديښنې له دوى سره طرحه کړې او  وويل چې دغه لويه لاره  دملي  پروژو له جملې څخه بلل کيږي او دهغې دجوړولو په  لاره کې دې بايد له ټولو موجودو امکاناتوڅخه کار واخستل شي .
  دفوايدعامې وزارت معين دمعلوماتو د وړاندې  کولو په  ترڅ کې د دغې پروژې
دجوړولو دځنډ علتونه په ګوته  کړل او ژمنه يې وکړه چې  د دغو پروژو د تخنيکي  ستونزوله لرې کولو  وروسته به  د جوړولو کار يي په  ممکنې   چټکتيا  سره دوام ومومي
دغه راز فضل هادي مسلميار  نن په  يوه جلا  غونډه کې  په کاناډا کې دافغانستان دتجارتي اتشه  ډاکتر غلام رسول ناياب کاري رپوټ واوريد .
په دې غونډه کې ډاکتر ناياب دخپلو کړنو په باب معلومات ورکړل  اوويې ويل چې په کاناډا کې دافغانستان دتجارتي نمايندګي  دفتر افغاني محصولاتو ته دبازار موندلو،  په هيواد کې دپانګې اچونې لپاره  دکاناډايي  پانګې  اچوونکو دجذب  او د دواړو هيوادونو تجارتي قشر ته  داعتماد جوړولو د روحيې دبرابرولو په  لاره کې  به خپلو هميشنيو هڅو ته  دوام ورکړي .
په کتنه کې دمشرانو جرګي رييس له هيواد څخه بهر ددولتي مقاماتو دوظيفوي مکلفيتونو په  باره کې رڼا  واچوله او ټينګار يي  وکړ چې دافغانستان   ددولت  کارکوونکي  دې بايد په هيواد کې  د نافذو قوانينو په رڼا کې داسلامي شعايرو او دافغاني  ارزښتونوپه پام کي نيولو سره خپلې دندې په  صادقانه ډول ترسره کړي .
  په پاى کې دسنا مجلس رييس دمشرانو جرګي ستاين ليک د ډاکتر غلام رسول ناياب د خدمتونو په درناوي ده ته ورکړ چې دکور وداني په  ويلو سره ومنل شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته