خبرونهامنیت

په ننګرهار کې په لسګونه تنه د هوايي ډزو له امله ونيول شول

۵۱- کابل/ دلړم ٢٤مه / باختر
په ننګرهارکې په لسګونوتنه د خپل خوښۍ په مراسمو کې د هوايي ډزو اوله پټاقيو څخه د استفادې په دليل ونيول شول.
پوليس وايي دغه کسان تېره شپه د جلال اباد ښار له بېلابېلو ساحو څخه ونيول شول.
د ننګرهار پوځي شورا د ګډوډۍ د مخنيوي او د خلکو د ارامى د تامينولو په خاطر د خوښۍ په مراسمو کې هوايي ډزې بندې کړي دي او ويلي دي چې له سرغړونکي سره به قانوني چلند وشي .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼى باختراژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو ديرش تنه د خوښى په مراسموکې د هوايي ډزو په اړوند نيولي دي .
هغه له خلکو وغوښتل چې په ښار کې خپلوخوښي په مراسمو کې له هوايي ډزو څخه ډډه وکړي.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته