اقتصاد

دملي تدارکاتو کمیسیون د درېو میلیاردو افغانیو په ارزښت ۲۴ قراردادونه منظور کړل

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٨
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ دملي تدارکاتو کمیسیون تير ماښام په ارګ کې د وزارتونو او تدارکاتي بنسټونو پر پیشنهادي پروژو بحث وکړ چې په نتیجه کې يې نږدې د درېو میلیاردو افغانیو په ارزښت ۲۴ قراردادونه منظور کړل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پيل کې، د ملي تدارکاتو ادارې عمومي رئيس له جمهور رئيس څخه له دې امله مننه وکړه چې د دې ادارې د کارونو د ستاینې په موخه یې ده ته  د غازي میرمسجدي خان عالي دولتي مډال  او نورو کارکوونکو ته یې ستاينليکونه ورکړل. هغه د تدراکاتو په نظام کې د نوښتونو او اصلاحاتو د راوستو او په دغه بهیر کې د شفافیت د تامین په موخه غونډې ته د دغې ادارې د لا زیاتو هڅو او تعهد ډاډ ورکړ.
په دې غونډه کې د بلخ ولایت له حیرتانو ښار څخه تر کلدار ولسوالۍ پورې ۲۲ کیلومتره سړک، په تخار ولایت کې اتصالي سړک سره کانکریټي وسپنیز پل، د کجکي بند په دویمې دستګا پروژې د کار او قیمت بیه کې د زیاتوالي تعدیل، اته زره ټنه اصلاح شوي کرنیز تخمونه، د مالدارۍ او باغدارۍ ملي پروژې لپاره  ۲۰۰عرادې واړه تراکتورونه منظور شول.
همدارنګه د علي اباد او میوند دوه سوه بستریزو روغتونونو د بیارغاونې قراردادونو تعدیل، د ملي دفاع وزارت اړوند قول اردوګانو لپاره د اطفایې لوازم، امنیتي کمرې او ورزشي تجهیزات، د کورنیو چارو وزارت اړوند د اعاشوي توکو دوه قراردادونه، د ملي امنیت عمومي ریاست د نفتي توکو تدارک او د عامې روغتیا وزارت اړوند ۲۴ ماشین الات هم ددغې غونډې په منظور شویو قراردادونو کې شامل دي.
 
دملي تدارکاتو کمیسیون په یادو پروژو د تصمیم نیونې پر مهال د کرنې اواوبولګولو وزارت ته لارښوونه وکړه چې په هرو شپږو میاشتو کې دې د کرنیزو تخمونو او تراکتورونو د وېش پلان او له هغه څخه د ګټې اخېستو په اړه دملي تدارکاتو کمیسیون ته مفصل راپور ورکړ.
کمیسیون د علي آباد او میوند روغتونونو په اړه پرېکړه وکړه، چې ښار جوړولو وزارت باید دغه پروژې تطبیق او څارنه یې وکړي. همدارنګه د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته په ټینګار سره لارښوونه وشوه چې د دغو وزارتونو د قراردادونو د داوطلبیو په بهیر کې دې تل د کورنیو تولیداتو څخه ګټه اخېستنې ته پام وکړي.
له بلې خوا د ملي تدارکاتو کمیسیون د کابل ښاروالۍ وړاندیز چې د کابل ښار د کارته‌نو او نقلیه سیاسنګ سړک پروژه به یو میاشت تمدیدېږي، تائید کړ. همدارنګه کمیسیون د فوایدعامې وزارت وړاندیز چې د کندز ولایت له چار درې څخه تر قلعه ذال پورې د دویمې برخې سړک او د فاریاب ولایت له میمنې څخه تر لولاش ولسوالۍ پورې د سړک قراردادونه به فسخه کېږي، تصویب کړل.
په دې غونډه کې د فواید عامې وزارت په وړاندیز له څپري څخه تر بګرامیو پورې د سړک پروژې نهه میاشتنی تمدید او د یادې پروژې د مشورتي خدمتونو د قرارداد تمدید رد شول او د فواید عامې وزارت ته لارښوونه وشوه، چې د فسخه شویو قراردادونو له بودجې څخه دې اړوندو ولایتونو کې ګټه واخېستل شي.
سربېره پر دې، دملي تدارکاتو کمیسیون د عامې روغتیا وزارت پر پروژو بحث وکړ او اقتصاد وزارت یې مکلف کړ چې په ولایتونو کې د روغتيايي خدمتونو پروژو د تاثیراتو په اړه هر اړخیزه ارزونه وکړي او راپور یې د کمیسیون راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي.
دملي تدارکاتو کمیسیون په ۶۹اونیزو غونډوکې د وزارتونو او مستقلو ادارو له ۲۰۰۰څخه زیات  قراردادونه د تدارکاتو ملي ادارې ارزولي او د تصمیم نیولو په خاطر د تدارکاتو ملي کمیسیون ته وړاندې شوي دي.  کمیسیون د ۱۸۰میلیارد افغانیو په ارزښت شاوخوا ۱۸۰۰قراردادونه تائید کړي دي.
په دې غونډه کې د کمیسیون پرغړو سربېره، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولانو، د سیګار ادارې، د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمیسیون، د شفافیت پارلماني کاکس او د غوڅ ملاتړ سیستیکا ادارې د شفافیت ناظرینو هم ګډون کړی وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته