ټولنه

ددايمي پرمختيا موخې وڅيړلې شوې

کابل باختر د وري اوومه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونودچارو مالي  ، اداري او ګرځندوى  فرهنګ او هنر او دځوانانو دمعينيتونو  دځينو پراختيايي شاخصونو د اغيزو دڅيړنې په مقصد ددايمي پرمختيا دموخوغونډه نن  جوړه شوه.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په دې غونډه کې چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمالي اداري او ګرځندوى  دمعينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي  په مشرۍ جوړه شوه دځوانانو ګرځندوى فرهنګ او له خپرونو څخه دڅارنې په برخو کې دپراختيايي شاخصونو په باب خبرې وشوې .
پوهنيارې  سيدې مژګان مصطفوي  ددغو مواردو په باب په خبرو سره څرګنده کړه چې په اطلاعاتو دلاسرسي او دخبريالانو پرخلاف دتاوتريخوالي دکمښت دواحدونو  جوړول دخپرونو دچارو دمعينيت پراختيايي شاخصونه او ځينې نور شاخصونه دمالي اداري ګرځندوى فرهنګ او هنر او دځوانانو دچارو دمعينيتونو دې چې بايد ددغو  شاخصونو په عملي کولو کې پاملرنه وشي .
مصطفوي په تير ميلادي کال کې دخبريالانو دوژنې شمير  او دهغوى پرخلاف تاوتريخوالي بې ساري وبلل او دخبريالانو پرخلاف دتاوتريخوالي دارقامو په کمښت  کې يې په اطلاعاتو دلاسرسي دواحدونو جوړول اغيزمن وبلل .
ددې غونډو غړو چې داجراييه رياست ، داقتصادوزارت او دځينو اړوندو ادارو استازي پکې شامل و په دې برخه کې خپلې نظريې  څرګندې کړې او پريکړه وشوه چې په راتلوونکې  غوڼده کې دې دڅيړنو پايلې ددې غونډې د ځينو غړو له خوا وړاندې شي .
ختم _ عذاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته