ښوونه او روزنه

دلوګر دليسو فارغانو دانګليسي ژبې او کمپيوتر په برخو کې زد ه کړې وکړې

کابل / دليندې ١٣مه / باختر :
دلوګر ولايت دليسو څه دپاسه  دوه زره فارغانو دتېرو  څلور کلونو په بهير کې دلنګن په روزنيز مرکز کې دانګليسي ژبې اوکمپيوتر  په برخو کې زده کړې وکړې .
دغه ټکى دلنګن دروزنيز مرکز مسوول عبدالفتاح مفلح  نن دهغو ځوانانو دفراغت په غونډه کې چې نوي له دغه مرکز څخه فارغ شوي دي بيان کړ .
هغه زياته کړه په دې دوره کې دلوګر ولايت دليسو اته ويشت  تنه فارغ هلکان او نجونې دانګليسي ژبې اودکمپيوتر په برخو کې زده کړې کړي دي او دفراغت  سندونه يې ترلاسه کړل .
دلوګر ولايت داطلاعاتواوفرهنګ رييس عبدالرحمن تسل له دغه مرکز څخه  په مننې سره وايي ځوانانو اوزده کوونکوته دزده کړې  ښه زمينه برابره شوې ده .
هغه دلوګر  له ځوانانو څخه وغوښتل چې دعلم او پوهې دزده کړې په لاره کې  زياتې هلې ځلې وکړي .
  ختم_ ج –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته