امنیت

په کابل کې د وسله والو غلو یوه څلور کسیزه ډله ونیول شوه

کابل / د لړم ٢٨مه / باختر
د کابل پولیسو په کابل کې د وسله والو غلو د یوې څلور کسیزې ډلې د نیولو خبر ورکړی دی.
د کابل پولیسو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې منسوبینو پرون د یولړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو غلو یوه څلور کسیزه ډله نیولې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چې له دغو کسانو څخه څلور وسلې ترلاسه شوې دي.
نیول شویو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی او اوس تر څارنې لاندې دي.
د يو بل خبر له مخې:
د تېرې یوې اوونۍ په بهیر کې د کابل له بېلابېلو سیمو څخه ۵۷ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
د کابل ولایت د جنايي تحقیقاتو رییس مولوي کامران وايي چې پر نيول شويو کسانو د وژنې، غلا، تښتونې او د اخلاقي جرمونو د ترسره کولو تور لګول شوی دی چې د کابل د امنيې قومندانۍ د منسوبینو له خوا ونيول شول.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ د نیول شویو کسانو دوسیې اړوندو ارګانونو ته استول شوې دي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته