امنیت

په نورستان کې١٠ تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٥نيټه :
په نورستان ولايت د وسله طالبانو  په ډلې پورې اړوند ١٠ تنه ډار اچوونکي کې له پوځيانوسره په  نښته کې ووژل شول.
په دغو يرغلګرو د ډيورند کرښې ته څېرمه په کامديش ولسوالۍ  کې بريد وشو .
دهېواد په ختيځ  کې دسرحدي ځواکونو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل: په دې نښته کې ١٠ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
ده وويل: په دغو وسله والوطالبانو کله چې د يولړ ډار اچوونکو فعاليتونو په ترسره کولو بوخت  و؛  بريد وشو .
د يوبل خبرله مخې: د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو يوه  ډيپو په نورستان ولايت کې کشف شوه.
د وسله والو طالبانو دغه ډيپو په وانت وايګل ولسوالۍ کې کشف شوه  چې له هغه څخه يوشمېر سپکي او درندې وسلې ترلاسه شوې.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي امنيتي مامورينو په نورستان ولايت کې ديولړ  چاودنو مخه ونيوله.
دغه راز په خبرونو کې ويل شوي دي چې د نورستان ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه پرون سهار څلور ماينونه کشف او شنډکړاى شول.
پاىذکرالله    

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته