فرهنګ

داجراييه رييس په ګډون او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت اودخبريالانو فدراسيون په نوښت دبيان دازادي نړيواله ورځ ونمانځل شوه .

کابل باختر د غويي د مياشتې ١٤:
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  اودافغانستان دژورناليستانو  فدراسيون  دمې دمياشتې  دريمه  دمطبوعاتو نړيواله ورځ  په اطلاعاتو او بنسټيزو ازاديو لاسرسۍ  ستاسو  حق دى  ترشعار لاندې  ونمانځله .
دباختراژانس دخبريال  دخبر له مخې ،  په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت  جوړه شوې وه  داطلاعاتو اوفرهنګ وزير عبدالباري جهاني دخپلو خبرو په پيل کې وويل :
ترهرڅه وړاندي د بیان د آزادۍ د نړیوالي ورځي مبارکي درکوم، په دې لاره کي د هیواد د شهیدو، زخمي او ګواښل سوو ژورنالیستانو سرښندنو او قربانیو ته د قدر او درنښت مراتب وړاندي کوم. هغو چي د بیان د آزادۍ په ساتلو او خپل سپېڅلي مسلک پاللو، خپل سرونه قربان کړيدي، روحونوته یې جنتونه او آرام له خدایه غواړم. د بیان ازادي افغانستان ته د یوه مهم ارزښت په توګه مطرح ده او ددغه ارزښت لپاره هڅي نه هېرېدونکي دي.

ده زياته کړه :
په ۱۹۹۳ کال، د ملګرو ملتونو پرېکړه، چي د مې د میاشتي درېیمه  « چي په افریقاکي د وینډهوک د اعلامیې ۱۹۹۱،د مې میاشتي د ۳یمي، د خپرېدو د ورځي سره سمون لري» دي د بیان د آزادۍ د نړیوالي ورځي او یا رسنیو د نړیوالي ورځي په نامه ونومول سي، هر کال د ځانګړي شعار سره لمانځل کېږي. د سږ کال شعار « معلوماتو ته لاسرسی او بنسټیزي ازادۍ ستاسو حق دی.» ټاکل سوی دی. له نېکه مرغه افغانستان په دې برخه کي ګڼي لاسته راوړني لري او موږ ژمن یو چي د ټاکل سوي شعار په پلي کولو کي هر اړخیزي هلي ځلي وکړو. دغه راز د ژورنالیستانو مصئونیت او د سانسور مخنیوی چي د سږ کال د بیان د آزادۍ د نړیوالي ورځي د تمرکز ټکي دي، موږ به یې په پام کي نیسو.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير دبيان دازادي  دملاتړ او دمطبوعاتو دودې په لاره کې ددغه وزارت  داقداماتوپه باب وويل :
 په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کي زما د کار د پیل سره، ستاسو د یوشمېر استازو په غوښتنه، موږ د بیان د آزادۍ د ملاتړ او بېځایه سانسور د مخنیوي په موخه، د رسنیو د څار کمېسیون چي قانوني بنسټ یې هم نه درلود لغوه کړ. په هیواد کي د رسنیزو فعالیتونو د ښې همږغۍ په موخه مو د خصوصي رسنیو د مسئولینو او کارکوونکو سره اړیکي پیاوړي کړل او د قانوني لارښوونو سره سم مو د رسنیزو کمېسیونونو ټاکلو چاري پیل کړې.
 تېر کال د چنګاښ ( سرطان ) په میاشت کي مو اطلاعاتو ته پر لاسرسي د څار کمېسیون ته د جوړېدو زمینه برابره کړه. دغه دیارلس کسیز کمېسیون چي د غړو، مشرتابه پلاوي، کاري لایحو او اصولو ټاکلو وروسته اوس په کار بوخت دی، د قانون، مقررې او فعالیت سره یې، معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کي، افغانستان د نړۍ له شلو غوره هیوادونو څخه ګڼل کېږي.
ده زياته کړه :
 د ټولیزو رسنیو د جواز، فعالیت، تخنیکي مشورو، د ملي راډیو ټلویزون خپرنیزو او مالي چارو او په ټوله کي د هیواد د رسنیزو فعالیتونو د معیاري کولو په موخه مو، د تېر۱۳۹۴ لمریز کال د لړم ( عقرب ) پر ۲۵مه، د ټولیزو رسنیو د قانون د ۴۲ او ۴۳مي مادې پر بنسټ د ټولیزو رسنیو کمېسیون تشکیل کړ. د جنسیتي او قومي جوړښتونو په پام کي نیولو سره، له اوو تنو لوستو او مسلکي ژورنالیستانو جوړ دغه کمېسیون پرله پسې اونیزي غونډي کوي او چاري یې په ناپېیلې توګه پر مخ ځي.

 دغه راز مو د ټولیزو رسنیو د قانون د ۴۲ او ۴۳ مادو د تعدیل او ۴۴مي مادې د زیاتوني له مخي، د تېر ۱۳۹۴ لمریز کال د لړم ( عقرب ) پر ۲۵مه د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د څېړني کمېسیون تشکیل کړ. د بېلابېلو قشرونو له منتخبو استازو جوړ دغه کمېسیون د خپرونو د قانوني کولو، رسنیزو شکایتونو د څېړلو او د ټولیزو رسنیو د قانون په ۴۵مه ماده کي د راغلو منع سوو مواردو د مخنیوي په موخه هلي ځلي کوي. دغه کمېسیون په خپلو اونیزو غونډو کي تر دا مهاله ۳۴ موضوعات څېړلي دي.
دملي وحدت دحکومت اجراييه  رييس  ډاکتر عبدالله عبدالله  دمې دمياشتې ددريمې نيټې  له امله دمطبوعاتو کارکوونکو ته مبارکي وويله اوزياته يې کړه  دغه برياليتوب چې نن  پرې وياړو  په اساني سره  نه ده ترلاسه شوې .
ده زياته کړه هغه کسان چې  په دې لاره کې  مبارزه کړې ده  ددغې مبارزې  په لوړو  اوژورو پوهيږي چې څه ډول  دمشروطيت ، ددموکراسي  دلسيزې  او د کودتاګانو په بهيرکې انسانان  دحق دکلمې دويلو په خاطر  بنديان شول او څه ډول هغوى  دحق  دفاع وکړه .
لازمه ده  چې دبيان دازادي دلارې  دشهيدانو پاک روح ته دعا وشي .
دډاکتر عبدالله  په خبره  په وروستيو کلونو  ،  وروستيو اوونيو او وروستيو ورځوکې  دهېواد درسنيو په کارکوونکو دبريد  دزړه بوږ نوونکو پيښو شاهدان و چې له ټولو څخه ناوړه  پيښه  دطلوع ټلويزيون په کارکوونکو بريد و .
دغه بريد له يوې خوا  ددښمنانو د ديو خويه  او تور مخي  ژورتيا وښودله او له بله پلوه يې هم  له رسنيو اودمطبوعاتو له کارکوونکوسره دخلکو ملاتړ نندارې ته وړاندې کړه .
ډاکتر عبدالله دخبريالانو په وړاندې  ددولت  دکړنو په اړوند وويل  دژورناليستانو پرخلاف  دتاوتريخوالي له امله  وړاندې شوې ارقام ښيي  چې په دې لاره کې ددولت اقدامات  ناکافي دي .
اجراييه رييس  زياته کړه تاسې ژورناليستان  دافغانستان  دنظام يوه برخه او دخلکو  يوه برخه ياست  چې خطر مو  منلې دى او دخلکو دردونه اوکړاونه  ګام په ګام  تعقيبوي .  له يتيمانو سره ژاړې او له خويندو سره په يوه غږ  ياست او دهغوى غږ  پورته کوي .
  اجراييه رييس زياته کړه تاسي خبريالان اوورځپاڼه ليکونکې  په صحنه کې ياست  اوموږله تاسو څخه زده کوو تاسې  زموږ سترګې پرانيزې او زموږ غوږ دخلکوغږ ته متوجه کوي . او هرهغه خبره چې ستاسو له لارې  موږ ته رسيږي ، بې ګټې خبرې نه ده .
ډاکتر عبدالله وويل  هيڅ دولتي بنسټ په هرمقام کې چې وي  ددې حق نه لري  چې له رسنيو او درسنيو له کارکوونکو څخه پوښتنه وکړي .  ولې  دغه شان خبرې.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دټوليزو رسنيو دقانون په چوکاټ کې  دستونزو په څيړنې لاس پورې کوي او څوک  دولي ويلو  حق نه لري .
ډاکترعبدالله  درسنيو  کارکوونکوته  په خطاب کې وويل  درسنيو کارکوونکې دې  يوازې دخپرونو دتجارتي اړخونوپه باب فکر ونه کړي  بلکې په خپلو خپرونو کې دې  دخلکو دژوندانه  ټول اړخونه په پام کې ونيسي  اوشکايتونه يې  واوري .
د ډاکتر عبدالله دڅرګندونو له مخې دبيان دازادي  په ساتنې سره  هره مفکوره چې ملي وحدت  ، دهېواد ملي ګټې او ځمکنۍ بشپړتيا وګواښي بايد بيا کتنه پرې وشي او په هر عمل کې  دهېواد لوړې ګټې بايد په لومړيتوب کې  ځاى ولري
ده ددولت له تحليل ګرانواوويندويانوڅخه وغوښتل  چې خپلې نظريې او اطلاعات  له خلکو سره  شريک کړي .
دهېواد سابقه لرونکي ژورناليست اوليکوال  عبدالحميد مبارز  دبيان دازادي  په باره کې وويل  موږ  په داسې حال کې  دمطبوعاتو ورځ نمانځو  چې له نيکه مرغه  زموږ يوژورناليست  په جيل کې دى خو په نورو هېوادونوکې يوشمير ژورناليستان  په دې ورځ  په جيل کې شپې سبا کوي.
دعبدالحميد مبارز دڅرګندونې له مخې،  افغانستان نن  دجګړې په حالت کې دى  اوپه څو جبهو کې  له تروريستي  او ډار اچوونکو بريدونوسره مخامخ دى .  که چيرې دغه شان حالت په  نورو هېوادونوکې وي  يو بيړنى حالت  واکمن وي .
  دمبارز دڅرګندونې له مخې ، يوشمير افغانان په بيړۍ کې په توپان کې بند پاتې دي چې زموږ دټولو دنده ده چې  دبيړۍ  دژغورنې لپاره  هڅه او هاند وکړو .  داطلاعاتواوارتباطاتو په برخه کې ديونسکو ستر سلاکار ريکاردوکراسي دغونډې په پاى کې خبرې وکړې او ويې ويل  دخبررسولو په برخه کې  د ښځو انډول اومشارکت برابر نه دى  له دې امله  دا يو څرګند حقيقت دى هغه څه چې ښځې ورته  متوجه کيږي  ، نارينه  نه متوجه کيږي .   دغه موارد  تر پوښښ لاندې  نه نيول کيږي او  خبررسول هم  نا انډول دي بايد په رسنيو کې  دښځو شتون  زيات شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته