امنیت

شپږتنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د مرغومي دمياشتې١:
شپږ تنه وسله وال طالبان پرون د ملي پوليسو د ځواکونو له خوا دهېواد په  ٧  ولايتونو کې دامنيتي دندو په  بهير کې  ووژل شول.
دکورنيو چارو  وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
دملي پوليسو ځواکونو دغه فعاليتونه د ننګرهار، تخار ،کندز، فارياب ، خوست، پکتيا اودهلمند د ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره کړل  چې له امله يې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول ،څلورتنه ټپيان  او دوه تنه نور يې دپوليسو دځواکونوله خوا ونيول شو.
په دغو عملياتو کې  يوه اندازه جنګي وسايل هم دملي پوليسو د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته