امنیت

په کابل کې دولسي جرګۍ په دووغړو پورې اړوندو کسانو نښته وکړه.

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٥ :
په کابل ښارکې  دولسي جرګۍ په دوو غړو پورې اړوندو کسانو  نښته وکړه.
دباخترآژانس دخبرله مخې :  دغه  پيښه  پرون ماښام دکابل ښار په دريمه کارته کې  هغه وخت رامنځته شوه کله چې څو تنووسله والو کسانو دکاتب  پوهنتون  شا ته د رحيمې  جامي په کور بريد وکړ .
په ولسي جرګه کې دهرات دخلکو استازې رحيمه جامي چې په کور يې بريد وشو  له باختر آژانس سره په اړيکه کې وويل  :  چې بريدکوونکي څه ناڅه  شل تنه وو او هغوى هڅه کوله چې کورته ننوځي ، خو زما دساتوونکو اودپارلمان د يوبل استازي  اميرخان ساتوونکو چې  زموږ کورته څيرمه ژوند کوي  ديرغلګرو دتحرکاتو مخه ونيوله .
ميرمن جامي وويل : په دې پيښه کې  ددې يو ساتوونکى  او داميرخان يو ساتوونکى ټپيان شوي دي .
دې وويل چې نه پوهيږي دغه يرغلګر په کومې ډلې پورې اړوند دي.  خو ميرمن جامي دپوليسو دخبرځايونوله خولې وويل ؛ ښايي دغه بريدکوونکي په ولسي  جرګه  کې د لوګر دخلکو داستازي اکبرستانکزي اړوند کسان وي.
رحيمې  جامي زياته کړه  چې دا داکبرستانکزي په ګډون له هيچا سره شخصي دښمني نه لري   او نه پوهيږي چې دغه بريد په کوم هدف ترسره شوى دى.
دا په دې فکر کې ده چې  مافيايي ډلې  په هېواد کې د پارلمان دغړد  حذفولو هڅې  کوي  چې د دغه شان ماجراو  تر شا لاس لري .
ميرمن جامي  د پوليسو  دغه چټک  حرکت وستايه  او ويې ويل چې دوى کولاى شول په  لومړنيو شيبو کې ځان   د پيښې ځاى ته ورسوي او حالات کنترول کړي .
له پر له پسې اړيکو سره  سره   د کابل له  امنيه قوماندانۍ ، دجنايي تحقيقاتو  رئيس او ددغې قوماندانۍ وياند ا ودکورنيو چارو وزارت دوياند دفتر  دغو خبرځايونو ځواب  ورنکړ او دغه راز داکبرستانکزي ټيلفون هم غلى و.
خودکابل دپوليسو دشپږمې  حوزې امر  جنرال  حفيظ  باخترآژانس ته ددغې پيښې په تائيدولوسره وويل چې په دې پيښه کې دوه تنه ټپيان شوي دي  چې يو تن يې برسيرن ټپي  دى او تراوسه پورې نه ده مشخصه شوې  چې دميرمن جامي په کور بريد  دکومې ډلې اويا افرادو له خوا ترسره شوى دى .
پوليو مسئله تر  جدي څيړنې  لاندې نيولې ده .
بايد وويل شي  چې په وروستيو ورځو اومياشتو کې دملي شورا په غړو  بريدونه  زيات شوي دي .
څه مو ده مخکې هم  يوې ډلې وسله والو يرغلګرو په خوشحال خان مينه کې د معلم ميرولي په  کور بريد  وکړ  او  د دې ترڅنګ  په  پارلمان کې دهلمند دخلکو داستازي دکورنۍ څو تنه غړي يې ووژل  ، د پارلمان ديوبل غړي  عبيدالله بارکزي  زوى يې هم وواژه  خو دپارلمان ددوو  غړو دافرادو ترمنځ نښته يوه نادره پيښه ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته