امنیت

طالبانو يو سرتيرى وتښتاوه

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ١٠ :
دملي اردو يو سرتيرى په غور ولايت کې د طالبانوله خوا وتښتول شوى او نامعلوم ځاى ته بيول شوى دى .
د غور ولايت وياند عبدالحي خطيبي دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه سرتيرى  د مرغاب ولسوالۍ د چنداک د کلي اوسيدونکى و او د قندهار په ٢١٥ ميوند قول اردوکې يې دنده ترسره کوله .
خطيبي زياته کړه: دغه سرتيرى کله چې د رخصتۍ لپاره له دندې څخه خپل کور ته روان و؛ د غلمين په ساحه کې د طالبانو دسرګروپ ملا سعديار له خوا له موټر څخه ښکته کړاى شو او نامعلوم ځاى ته وليږدول شو.
خبر‌ځاى وويل چې تراوسه پورې د دغه سرتيرى د برخليک په باب معلومات نه دي ترلاسه شوي .
د امنيتي ځواکونوله خوا د تښتول شوي سرتيري د خلاصون لپاره پلټنې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته