روغتیا

خوب او سبوس لرونکې ډوډۍ پرشکرې د اخته کيدو خطر کموي

توکیو د ویچه ویله باختردوږي دمياشتې٢٤نيټه : 
په ۲۰۱۷ م کال کې په ټوله نړۍ کې پر دیابت یا شکرې ناروغۍ د اخته کسانو شمیر ۴۵۰ میلیونو ته رسیدلی و. د ژوندانه له یوه ډیر ساده میتود سره سړی کولای شي پر « دیابت ۲ ډوله » ناروغۍ د اخته کیدو له خطرڅخه ځان وساتي.
دوو نوو څیړنو ښودلې ده چې څنګه کولای شو له « دیابت ۲ ډوله » ناروغۍ څخه پر اخته کیدو ځانونه وساتو.
د شکرې ناروغي په اصل کې په بدن کې میتابولیک اختلال دی چې له امله یې  د انسان بدن د انسولين هورمون د تولیدولو توان له لاسه ورکوي او د شکرې په دې نوع یا ډول کې بدن په مخ پرډیریدونکي ډول د انسولين په مقابل مقاومت ښيي.
د شکرې د ناروغانو لپاره خوب ډیرمهم دی.
پوهیږو چې له کم حرکت سره نیمکړی خوب، نا سالمه تغذیه او « دیابت ۲ ډوله» مرض یو بل سره مل وي، خو سره له دې هم څیړونکي ترڅه مودې مخکې پورې ډاډمن نه ووچې له دغو دریوڅخه کوم یو یې د دیابت له امله په بدن کې د ګلوکوز د نه منل کیدو سبب ګرځي.
د چاپان یوه پوهنتون پر موږکانو باندې د یوې تازه څیړنې په ترڅ کې معلومه کړې ده چې په شپه کې له ۶ ساعتونو لږ خوب پرشکرې ناروغۍ د اخته کیدو خطر زیاتوي.  په دې څیړنه کې ولیدل شول چې هغو موږکانو چې لږیا ناقص خوب يې کاوه، د وينې شکر یې لوړ شوی وو. سربیره پر دې د دغو موږکانو په ځیګر يا اينې کې د ترې ګلسرید مادې تولید هم لوړ شوی وو.
ترې ګلسرید هغې وازدې ته وايي چې په بدن کې د انسولين په مقابل کې د بدن د مقاومت رامنځته کولو له عواملو څخه شمیرل کیږي چې دا بیا پر شکرې د اخته کیدو له خصوصیاتو څخه ګڼل کیږي.
ناقص خوب سربیره پر دې د ځیګر د انزایمونو د تغیيرېدو سبب کیږي چې په ځيګر کې دننه د میتابولیزم یا د خوراکي موادو د سوځولو دنده په غاړه لري.
د علمي څیړنو پایلو ښودلې ده چې نیمګړی اوناقص خوب په هرصورت کې په «دیابت۲»  ډوله ناروغۍ د اخته کیدو خطر زیاتوي.
همدرانګه هغه کسان چې هره ورځ له سبوس لرونکي ډوډۍ یا په اصطلاح د تورو اوړو، جودر او یا وربشو له ډوډۍ څخه استفاده کوي پر شکرې ناروغۍ د اخته کیدو خطر یې لږ وي.
یوه سویډني پوهنتون او د ډنمارک یوه څیړنیزمرکز د ۵۵ زره داسې کسانو چې د شکرې ناروغي یې نه درلوده خوراکي رژیم ترڅیړنې لاندې نیولی وو. دغو کسانو هره ورځ چې کوم ډول سبوس لرونکي ډوډۍ خوړله هغه به یې له ځان سره یادداشت کوله.
څیړونکو وروسته له ۱۵ کلونو څخه دوی یو وار بیا ور وغوښتل. د آزموینو یا معایناتو نتیجې وښودله چې هغو کسانو چې هره ورځ يې سبوس لرونکې ډوډۍ خوړلې وه، پر « دیابت ۲ ډوله » شکرې د اخته کیدو خطر یې کم و.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته