نړۍ

امريکا له اوکراين سره دمالي مرستې قانون تصويب کړ

واشنکتن وي او  دې نيوز باختر دوري دمياشتې  ٨ :
دامريکا  دکانګرس دسنا مجلس پرون  يو داسې  قانون تصويب کړ  چې دهغه له مخې  له اوکراين سره د يو مليارد ډالرو مرستې له ورکولو سره  موافقه شوې  ده.
ددغه قانون له مخې  دغه راز  په هغو کسانو  چې په اوکراين کې  په فسا دکې رول لري په تيره بيا دروسيې په اتباعو  بنديزونه عملي  کيږي .
دامريکا سنامجلس پرون دغه قانون ته رايه ورکړه  په داسې  حال کې دامريکا داستازو مجلس هم په  ٣٩٩   موافقو رايو او په  ١٩ مخالفو رايو سره دغه قانون ته رايه ورکړې ده .
ددغه قانون وروستۍ لايحه بايد امريکا دجمهور ريس له  خوا لاسليک شي .
دامريکا په سنا مجلس کې  ددغه قانون له تصويب مخکې  دپيسو نړيوال صندوق هم  اوکراين ته  له څوارلسو څخه تر اتلسو ملياردو ډالرو  دپور دورکولو لپاره ددغه هېواد  له مقاماتو سره  دلومړنۍ  موافقې خبر ورکړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته