امنیت

په فارياب کې يوولس کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول

ميمنه باختردکب دمياشتې٢٦ نيټه :
د فارياب ولايت د شيرين تګاب په ولسوالۍ کې يوولس کلې د وسله والو طالبانوله شتون څخه پاک شول.
په  هغو عملياتو کې چې د شيرين تګاب په ولسوالۍ کې ترسره شول  څلور  تنه وسله وال طالبان ووژل شول او  ١٢ تنه نور سخت ټپيان شول.
د فارياب ولايت امنيه قوماندان دلاور شاه دلاور باخترآژانس ته وويل چې ؛ دښمن ته د سر دغه زيان  دکوماندو ، د پوليسو دخاصو قطعاتو ، هوايي قوتونو  او د وګړني پاڅون  د ځواکونو د نويد دګډو  عملياتو د دريم پړاو په بهيرکې  چې د لومړۍ لمبر لويې لارې دبيا پرانستلو په خاطر ترسره شول ، اوښتى دى.
يوه اړونده خبرځاى وويل ؛  په دغو عملياتو کې  د طالبانو يوه اندا زه جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي او د دښمن دوه قرارګاوې او درې پوستې هم ويجاړې شوي دي. پاى   ذکرالله  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته