سیاست

حامد کرزي : د افغا نستان حکومت په بشپړ ځواک سره د بشر دحقوقو په رعايتولو او درنا وي پا بند دى

 

د افغا نستان د اسلا مى جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي دسره صليب د نړيوالې کميټې له لوى رئيس ډاکتر پيترمورر سره و کتل

 باختراژانس ته د جمهوري رياست دمطبو عا تي دفتر دمعلو ما تو له مخې : په دې کتنه کې چې نن په ارګ کې وشوه اود افغا نستان د سره صليب د نړيوالې کميټې رئيس ريتو ستاکر برخه لرله ، ډاکتر پيتر مورر وويل: دسره صليب نړيواله کميټه له تيرو وختونو څخه د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړه ده اود جهاد له وخت څخه د افغانستان له خلکو سره د مرستې او همکاري لپاره فعاليت لري

 پيتر زياته کړه : په تيرو لسو کلونو کې په افغانستان کې زياتو غير حکومتى سازمانونو کارکړي او بيا تللى دي ، خودسره صليب نړيوالى کميټې په دايمى توګه په افغا نستان کې خپل فعاليت ترسره کړي او په پر له پسې ډول د افغا نستان د خلکو ترڅنګ ولاړه ده

دسره صليب د نړيوالى کميټې لوى رئيس وويل: دسور صليب په قند هار ولايت کې د خپل رو غتون فعاليتو نه له سره پيلوي ، خو د افغانستان له حکومت څخه غوا ړي چې د قند هار ولايت دسره صليب رو غتون ته کاري مصو نيت اوخونديتوب برا بر کړي

په مقا بل کې د افغانستان د اسلامى جمهوريت جمهور رئئيس حامد کرزي په افغا نستان کى دسره صليب د نړيوالى کميټې دبي ساري مرستې او فعاليتونو له امله مننه و کړه او وي ويل: د افغا نستان خلک به هيڅکله ستاسو مرستې هيرې نه کړي

حامد کرزي زيا ته کړه : د افغا نستان حکومت به په قند هار ولايت کې دسره صليب رو غتون ته د کاري مصو نيت په خا طر خپلي ټولې هلې ځلې و کړي.

جمهور رئيس څرګنده کړه : د افغا نستان حکومت په بشپړ ځواک او چټکى سره د بشر دحقوقو په تا مينولو او درنا وي پا بند دى او تل يې د ملي امنيت او پو ليسو په ګډون د هيواد امنيتي ځوا کو نو چارواکو ته د هيواد والو د بشر د حقوقو په رعايتولو او درنا وي ټينګار کړى دى 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته