خبرونهروغتیا

د لغمان له روغتیایي مرکزونو سره د ۱۲۶ زره ډالرو په ارزښت د طبي او غیر طبي وسایلو مرسته وشوه

 کابل، د کب ۲۲ مه، باختر

لغمان کې د برک موسسې له لوري د ۱۲۶ زره امریکایي ډالرو په ارزښت ۱۸ روغتیایي مرکزونو سره د سل قلمه طبي او غیرې طبي وسایلو مرسته وشوه.

په دغه ولایت کې د برک موسسې ولایتي مسوول سهراب عاشقي باختر آژانس ته وویل، چې لغمان کې یې له ۱۸ روغتیایي مرکزونو سره د ۱۲۶ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د طبي، غیرې طبي وسایلو او لمریزې شبکې د جوړولو مرسته وکړه، چې هر روغتیايي مرکز ته په کې د ۷ زره ډالرو په ارزښت وسایل ورکړل شول.

د لغمان والي الحاج قاري زین العابدین عابد د برک موسسې له دغه اقدام څخه د مننې ترڅنګ له هغوی وغوښتل، چې د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې ډېری روغتیايي مرکزونه د وسایلو له کمښت سره مخ دي، چې باید په دې مرسته بسنه ونه کړي او دې برخه کې خپله همکاري لا زیاته کړي.

نوموړي پر نورو مرستندویه بنسټونو هم غږ وکړ، چې لغمان کې د شته امنیت څخه په ګټې اخیستنې سره پروژې پلې کړي.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا