کابل باختر د وږي د مياشتې ١٠ :
د پانګونې د خصوصي عالي کميسيون غونډه پرون د ماليې په وزارت کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې د عدليې او سوداګرۍ وزيرانو او د بهرنيو چارو، اقتصاد، کرنې او اوبولګولو،کانونو او پتروليم، د ځمکې د ادارې او د افغانستان د بريښنا شرکت استازو برخه لرله؛ د سوداګرۍ او صنايعو له وزارت سره د (ايسا) ادارې د ادغام او د خصوصي او عامه برخو د مشارکت په اړوندخبرې وشوې .
دباختر آژانس دخبرله مخې :
په دې غونډه کې د ماليې وزير وويل: د سوداګرۍ له وزارت سره د (آيسا) ادارې د ادغام بهير دې بايد په داسې ډول ترسره شي چې پانګې اچوونکي او د خصوصي برخې سوداګر له ستونزو سره مخامخ نه شي .
په پاى کې پريکړه وشوه چې د پانګونې په قانون کې ټول لازم تعديلات دې د کابينې له خوا تصويب او د يو تقنيني فرمان په ترڅ کې ملي شورا ته وليږل شي.