امنیت

څوارلس تنه وسله وال طالبان دملي اردو له ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٤ :
دبادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځواکونو او د وسله والو  طالبانو ترمنځ نښته کې ١٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٤ تنه نور ټپيان شول.
په بادغيس ولايت کې دملي اردو د دريمې پلې لوا قوماندان جنرال داوودشاه وفاداردباخترآ ژانس  خبريال ته وويل: دغه جګړه تېره شپه له هغه وروسته ونښته چې دملي اردوځواکونه د بالامرغاب ولسوالۍ په اکازي ساحه کې د ملي اردو د ځواکونو د پوستو په اکمالاتو بوخت وو چې د يوې ډلې وسله والوطالبانو له خوا پرې بريد وشو او د نښتې په بهيرکې ١٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٤ تنه نور ټپيان شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل: د دغې نښتې په بهيرکې د ملي اردو يو سرتيرى شهيد او درې تنه نوريې ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل: د ولايت له مرکز څخه د کومکي ځواکونو په استولو سره طالبان تيښتې ته اړ شول او اوس حالت عادي بڼه غوره کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته