ښوونه او روزنه

دپوهنې وزارت ديرش زره قراردادي ښوونکي استخداموي .

کابل باختر د لړم  شپږ ويشتمه :
دپوهنې وزارت  دکليوالي نجونو دظرفيتونو دلوړولو په خاطر دهېوادپه څلور ديرشو ولايتونو کې  ديرش زره قراردادي ښونکي استخداموي .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  دپوهنې   دوزارت وياندې نوريې نزهت  چې نن يې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې وويل  دپوهنې وزارت دهېواد په کليوالي سيمو کې دنجونو په روزلو کې  دښځو د ګډون په خاطر  په پام کې لري
چې دهېواد په  ٣٤ ولايتونو کې دپنځو کلونو لپاره ديرش  زره قراردادي ښوونکي استخدام کړي .
دې زياته کړه  هغه کسان چې په دې بهير کې دښوونکې په توګه استخدامېږي دهغوى  د تحصيلي سندونو له څيړنې وروسته  دشفافو رقابتي ازموينې له لارې  دپنځو کلونو لپاره استخدامېږي .
دې زياته کړه  د ١٣٩٦_ ١٣٩٧کلونوکې څه دپاسه دوه زره قراردادي ښوونکي هم استخدام شوي و ،  چې دهغوى معاشونه دپوهنې وزارت له بودجې څخه ورکول کيدل .
  دپوهنې وزارت وياندې دغه راز وويل   موږ هلې ځلې کوو  چې د ديرشو زرو ښوونکو معاشونه له دونرونو څخه  ترلاسه کوو .
دې  ددغو ښوونکو داستخدامولو هدف  دکليوالي نجونو دليک لوست دزده کړې دکچې لوړول  وبلل .
نوريې نزهت سيالى ته  دښوونکو دروزنې  دمديريتونو دشلو بـستونو دسپارلو خبر هم ورکړ او ويې ويل  چې په دغو بستونوکې يواځې ښځې کولاى شي سيالي وکړي .
  دې زياته کړه د نجونو لپاره  دقاعده ګى دروزنې  دلارښود کتاب ترچاپ لاندې دى  او له چاپ وروسته به دغه  لارښود دنجونو په ښوونځيو کې ويشل کېږي او نجونو ته په دې باب دښوونکو له خوالوست ورکول کېږي
ددې دڅرګندونو له مخې ، په پنځو هېوادونو کې له پولې بهر ښوونځي شتون لري چې سعودي عربستان ، تاجکستان ،ايران ، هندوستان او پاکستان  پکې شامل دي . او په دغوښوونځيو کې دافغانستان  دپوهنې دوزارت تعليمي نصاب  تدريس کېږي . او ددغوښوونځيو د تدريس له بهير څخه  دپوهنې وزارت هيئت څارنه کوي .
دې زياته کړه په ټول هېواد کې په سلوکې درې څلويښت ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي په خيمو او کرايه کورونو کې په زده کړه بوخت دي پوهنې وزارت په پام کې لري  چې په ټول هېواد کې شپږ زره ښوونځيو ته  ودانۍ جوړې کړي . چې دڅلور سوه نهه څلويښت ښوونځيو لپاره دودانيو دجوړولو کار په  ١٣٩٨ کال کې  په عملي ډول پيلېږي .
  ختم_ج_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته