امنیت

په پنجشیر کې د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې اوونۍ ونمانځله شوه

کابل/باختر/ د چنګاښ ۲۳ مه
د پنجشیر د عامې روغتیا ریاست د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې اوونۍ نن د دغه ولایت په مرکزبازارک کې ونمانځله.
د باختراژانس د سیمه يیز خبریال د خبرله مخې،د پنجشیر د والي مرستیال محمد امین صدیقي غونډې ته په وينا کې نشه يي توکي یوه ناوړه پديده وبلله او ويي ویل چې په نشه يی توکي روږدیدل په کورنۍ او ټولنه کې د انسان د شخصیت د له منځه وړلوسبب کېږي او له جسمي لحاظه هم انسان ته زیان رسوي .
هغه له امنیتي بنسټونواو د دین له عالمانوڅخه وغوښتل چې د يادې پدیدې د له منځه وړلو په خاطر له هيڅ ډول همکاريوڅخه ډډه ونه کړي .
په همدې حال کې د پنجشیر د عامې روغتیا رییس ډاکترشیردل دانش وویل، چې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست تراوسه پورې د پنجشیر او نور ولايتونو لسګونه روږدي کسان د پنجشیر د معتادینو په شل بستریز روغتنون کې تداوي کړي دي.
ختم ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته