سیاست

پاکستان دتروريستي ډلو په ملاتړ په افغانستان کې د جګړې تنورته لرګي و غورځول

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٦ :
پاکستان تل  دنورو په بام  دخپل بام دواورې دغورځولو په لټه کې دى.
په دې وروستيو وختو کې دپاکستان د دفاع وزير خواجه آصف په افغانستان کې دپاکستاني طالبانو دتحريک دشتون له امله خپله انديښنه څرګنده کړه.
دپاکستان ددفاع د وزيردغه ادعا په داسې حال کې کيږي چې دافغانستان  حکومت د وسله والو طالبانو  دډلې پرخلاف سخته جګړه کې دى او تل يې په دې لاره کې  دسرزيان اومالي تاوان زغملى دى.
له بلې خوا هم  د القاعده د تروريستي شبکې دمشر ، دطالبانو دمشر ملاعمر اودهغه دځاى ناستي ملامنصور  او دافغانستان په خاوره کې دوسله والو طالبانو دډلې دلسګونو تنو نورو مشرانو وژل کيدل په خپله  ددې څرګندوى دى  چې پاکستان دتروريستي ډلو اصلي ځاله ده.
دپاکستان دولت  ددغو شواهدو پربنسټ  په نړۍ کې  دتروريستي ډلو اصلي ملاتړى پيژندل شوى دى.
دناامنيو پراختيا ، په افغانستان کې د جګړې دوام ټول اوټول  دپاکستان ددولتي چارواکو په لاسوهونکو سياستونو پورې اړه پيداکوي  چې په ښکاره له افغانستان  اودهغه له خلکوسره ددوستۍ او ښه ګاونډيتوب ادعا کوي.
دڅو وروستيو اونيو  جرياناتو ښودلې ده چې هيڅکله پاکستان نه دي غوښتي
چې په خپل ګاونډ کې يو خوندي ، مترقي ،پرمختللى او باثباته افغانستان ولري.
پاکستان تل  غوښتي دي چې دافغانستان دمخالفينو په روزنې اوسمبالولو سره  دجګړې په تنور لرګي واچوي  اوپه افغانستان کې د جګړې  د اور لمبې تازه وساتي . په دې ترتيب دپاکستان دولت دافغانستان ددوستۍ ، ښه ګاونډيتوب او دسولې دخبرو غوښتنو ته د رد ځواب ورکړى دى   او دافغانستان  ملت  او دولتي چارواکو ته يې  ددوستۍ او ورورۍ  لاس نه دى ورکړى.
دافغانستان  دد يپلوماسۍ په تاريخ کې او ښايي هم دنړۍ  دديپلوماسې  په تاريخ کې بې سارى دى چې ديوه هېواد مشر دسولې اوثبات او دجګړې   دبندولو په خاطر  ٢١ ځلې دخپل  ګاونډي هېواد دروازه ټکولي وي . لکه څنګه چې ټول شاهدان دي دافغانستان پخواني جمهوررئيس  حامدکرزي  دا کار کړى دى  او هلې ځلې يې کړې دي  چې پاکستان په دې راضي کړي چې دافغانستان په کورنيو چارو کې  خپل لاس لنډ کړي او دتروريستي ډلو روزنزى دخپل هېواد په خاوره کې وويني  او په دغه هېواد کې له ديني مدرسو څخه نور دوسله والو مخالفينو دروزنزي په توګه ګټه وانخلي .  خوله بده مرغه  چې پاکستاني دولتي چارواکو دافغانستان ددولت  د دغو غوښتنو هرکلى ونه کړ او هر ځلې يې په ټګۍ او برګۍ  اوپه تزوير سره  اوله تروريزم سره دمبارزې په کار    کې  دهمکارۍ په  خاطر يې  هم دافغانستان دولت  او هم نړيوالې ټولنې   او    هم دامريکا متحده ايالاتو ته   د دوکه مارۍ له لارې  تير ايستنه ورکړه .
دروان کال دثور دمياشتې په   دويمه نيټه دپاکستان په خاوره کې دطالبانو د تروريستي ډلې دمشر ملامحمدعمر دځاى ناستى ملااخترمنصور وژل کيدو    ددوه  ګونو سياستونو په باب  دپاکستاني  دولتي چارواکو درسوايي تشت له بامه  وغورځاوه   او دالقاعده  او طالبانو  له تروريستي ډلو سره دملاتړ په پاب يې  دنړيوالې ټولنې  او دامريکا دمتحده ايالاتو يو بل قوي ثبوت وړاندې کړ.
له تروريستي ډلو او دالقاعده له شبکې سره دپاکستان دملاتړ په باب وروستى ثبوت  دامريکا اوپاکستان داړيکو دخرابوالي  سبب شو. امريکا  په يوه بې ساري تصميم کې په پاکستان اقتصادي محدوديتونه ولګول .
په لومړي ګام کې دامريکا متحده ايالاتو هغه زياتې پيسې  وځنډولې چې کال په کال يې له تروريزم سره دمبارزې په موخه  دپاکستان په واک کې ورکولې  له دغو محدوديتونو سره جوخت  د  اف _ ١٦  جنګي الوتکو سپارل چې ټاکل شوې وه دامريکا متحده ايالات له  تروريزم سره دمبارزې دپراختيا په موخه پاکستان ته ورکړي ، له ورکړې څخه يې  ډډه وکړه.
په دې ترتيب پاکستان له تجريد سره مخامخ شو اوپه دې لټه کې شو  چې له خپل  پخواني سياست څخه ګټه واخلي او په کړکيچ پيداکولو لاس پورې کړي او دټولو منل شويو موازينو  او موافقه ليکونو پرخلاف دافغانستان په قلمرو کې دتاسيساتوپه جوړولو لاس پورې کړي او دپاکستان دغه اقدام د کړکيچ اونښتې سبب شو.
دپاکستان  سرحدي ځواکونو دخپلو کړکيچونو په دوام ددوشنبې په شپه  دتورخم په سرحدي ښارګوټي کې زموږ دهېواد له سرحدي ځواکونوسره په وسله والې جګړې لاس  پورې کړ  چې زموږ دهېواد دسرحدي  ساتوونکو له غبرګون سره مخامخ شول.
زموږ دهېواد سرحدي ځواکونو په ميړانې او زړورتيا سره دخپلو خلکو دپت او عزت او خاورې دفاع ته ور ودانګل او پاکستاني پوځيانو ته يې خوله ماتوونکى ځواب ورکړ.
دپاکستان دغه سپين سترګي په ټوليزو رسنيو کې هم له سختو ځوابونو سره 
مخامخه شوه او افغان ځوانانو دهېواد له ګوټ ګوټ اوله بيلابيلو قومونو
اوقبيلو څخه دخپلې خاورې د دفاع په لاره  کې چې ددوى دناموس حيثيت لري
خپله  ژمنه په يوه غږ څرګنده  کړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته