(PS)خبرونه(PS)ټولنه

د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې۳۱۷ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل، د غبرګولي ۱۴مه، باختر
د لغمان د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د څښاک اوبو دوې شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادو شبکو د پرانیستلو پرمهال د دغه ولایت د کلیو، بيارغونې او پراختیا رئیس مولوي محمد ظاهر زرکمر باختر آژانس ته وویل، چې دغه شبکې د الیشنګ ولسوالۍ په اړیني کلي کې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ۷ میلیونو ۱۹۰ زره ۵۷۴ افغانیو په لګښت، د ۱۳ زره ۲۳۷ مترو په اوږدوالي جوړې شوې، چې په کې د ۱۹۵ نل لیکو نصبول او د ٦٠ متر مکعب په وړتیا د اوبو دوو زېرمو جوړول شامل دي.
زرکمر زیاته کړه، چې د یادو شبکو د رغولو چارې د ٦ میاشتو په موده کې بشپړې شوې، چې پرمټ یې د دغه کلي ٣١٧ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا