
کابل، د غوایي ۱۲مه، باختر
د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له لارې د لغمان په الیشنګ او بادپښ ولسوالیو کې د خلکو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه د ۱ میلیارد او ۷۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې پلې کړي.
د یادو پروژو پیل په موخه ولسونو سره د همغږۍ غونډه جوړه شوې وه، چې د مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري سربېره، د الیشنګ ولسوال قاري نورګل دلاور، د کلیو بیا رغونې او پراختیا رئیس مولوي محمد ظاهر زرکمر، د اکتید موسیسې د ختیځ زون مسوول محمد شفیق یوسفي او ګڼو قومي مشرانو ګډون کړی و.
د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس مولوي محمد ظاهر زرکمر وویل، چې دغه پروګرام د UNOPS په مالي ملاتړ پلې کېږي، چې موخه یې خلکو ته لنډ مهالي کاري فرصتونه برابرول، د زیربناو ترمیم، ځوانانو ته د کاري بوختیاوو برابرول او کورني اقتصاد پیاوړي کول دي.
زرکمر زیاته کړه، چې دغه پروژې د کلیوالي شورا ګانو له لارې د شپږو میاشتې لپاره پرمخ وړل کېږي، چې شاوخوا ۲۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابرېږي.
هغه وویل، چې د دې پروژې ۸۰ سلنه پیسې د کار په مقابل ورکول کېږي او ۲۰ سلنه یې هغو کورنیو ته خوراکي توکو ورکول دي سرپرستان نه لري.
د زرکمر په خبره، په دغو پروژو کې د سړکونو، استنادي دېوالونو، پُلچکونو او بېلابېلو ټولګټو پروژو پلي کول شامل دي.
د یادونې وړ ده چې د ټولنیز ملاتړ او معیشیت پروژه د افغانستان په ۲۸ ولایتونو ۷۰ ولسوالیو او ۶ زره ۴۵۰ کلیو کې تطبیقږي او موخه یې د خلکو اقتصاد پیاوړي کول دي.
لمر