امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ  شپږ ويشتمه :
په غزني ولايت کې تيره شپه دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې ديوه پاکستاني په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغزني ولايت امنيه قوماندان جنرال امرخيل دباختراژانس خبريال ته وويل چې په تيرو څلور ويشتو ساعتو کې ددغه ولايت په بيلابيلو سيمو کې له طالبانوسره دامنيتي ځواکونو دنښتو له امله ديوپاکستاني په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته