سیاست

انجنير محمد خان دترکيې له سفير سره وکتل .

-کابل باختر د وري  اتمه :

د ترکیې نوي سفیر اوزهان ارطغرل د اجرائیه ریاست له لومړي مرستيال انجينیر محمدخان سره وکتل
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ .
په دې کتنه کې د افغانستان او ترکیې په دوه اړخیزو اړیکو او همدا راز له افغانستان سره د ترکیې په سیاسي، اقتصادي، تعلیمي او تحصیلي مرستو او همکاریو خبرې وشوې.
د ترکیې سفیر د افغانستان او ترکیې اړیکې په  حکومتونو سربیره د ولسونو په سطح وبللې او زیاته یې کړه چې ترکیه به له افغانانو سره په سیاسي، اقتصادي، تعلیمي، تحصیلي او نورو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
ښاغلي اوزهان د کابل په پروسه کې د سولې په اړه د جمهو ررييس محمد اشرف غني له دریځ ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه چې ترکیه هيله لري د جمهور رييس  د سولې دغه وړاندیز ته طالبان مثبت ځواب و وایي او د افغانستان روان کړکیچ ته د سوله ایزې لارې د پای ټکی کیږدي.
د ترکیې سفیر د افغان ـ ترک لیسو په لا پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دغو لیسو شمير به په افغانستان کې له ۱۵ څخه ۲۸ ته لوړ شي او د یادو لیسو ممتازو شاګردانو ته به په ترکیه کې د تحصیل زمینه مساعده شي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال دترکيي نوي سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ د افغانستان او ترکیې اړیکې تاریخي وبللې او زیاته یې کړه چې د دغو دوو ولسونو تر منځ ان له څو پېړیو دوستانه او نیکې اړیکې موجودې دي.
لومړي مرستيال د افغانستان په روان کړکیچ کې د ترکیې رول مهم وباله او زیاته یې کړه چې د سیمې له هېوادونو سره د ترکیې اړیکو ته په کتو، ترکیه کولای شي د افغانستان په روان کړکیچ کې مثبت رول ولوبوي.
د اجرائیه ریاست لومړی مرستيال د ترکیې د مرستوله امله  مننه وکړه او هيله یې وښوده چې د نوي سفیر په راتګ سره به د دوستو او وروڼو هېوادونو اړیکې لا پراخې او وغوړیږي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته