کابل، د لړم ۲۵مه، باختر
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت سیدآباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د افغانستان راتلونکو نسلونو د روزنې «اف.جي.اې» مؤسسې په همکارۍ د اوبولګولو د لسو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د یاد ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دغو پروژو کې د کارېزونو، ټراسونو او چکډمونو جوړول شامل دي، چې رغنیزې چارې یې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دغو پروژو د پلي کولو موخه د اوبو د ضایعاتو مخنیوی، کروندو ته پر وخت د اوبو رسول، خلکو ته د کار زمینه برابرول او په ټوله کې د اوبو مدیریت دی.