ټولنه

په بلخ کې يوې مور د عدالت غوښتنه وکړه

کابل باختردچنګاښ دمياشتې٣٠ نيټه :    
هغه مور چې ځوانه لور يې درې ورځې مخکې په بلخ ولايت کې د خپل ميړه له خوا ووژله شوه، د خپلې لور د قاتل د نيولو او د عدالت داجرا کولو غوښتنه وکړه
دباختر آژانس دخبرله مخې:
ښوونکې صالحې د بشر د حقوقو او د ښځو د حقوقو په ملاتړکوونکو بنسټونو په انتقاد سره وويل چې په دې  موده کې دښځو د حقوقو  اودبشر دحقوقو هيڅ ملاتړ کوونکى د دوى غږ نه دى اوريدلى .
نګينې چې د دريو ماشومانو مور وه، د کورني تاوتريخوتالې له امله دخپل ميړه         له  خوا د تومانچې په ډزوسره ووژله شوه او قاتل له ساحې څخه تښتيدلى دى.
دې زياته کړه چې زوم يې برسيره پر دې چې په اخلاقي فساد ککړ و،  له نشه يي توکوڅخه يې هم استفاده کوله او څو څو ځلې يې نګينې ته د وژلو ګواښ کړى و.
دغه مور له دولت څخه د عدالت غوښتنه کوي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته