خبرونهامنیت

د لغمان یو اوسېدونکي دولس میله وسلې اسلامي امارت ته وسپارلې

 کابل، د زمري ۱۶مه، باختر

د لغمان یو تن اوسیدونکي دولس میله سپکې او درندې وسلې اسلامي امارت ته وسپارلې.

هغه  دغه وسلې په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې له لغمان څخه ترلاسه کړې وې.

د هېواد په ختیځ کې د خالد بن ولید قول اردو نه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې شمشاد مجاهد د اسلامي امارت مجاهدینو ته دولس میله وسلې وسپارلې.

د يو بل خبر له مخې، په لغمان کې يو تن د دوه غیر قانوني وسلو د ساتلو په تور نيول شوى دى.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا