امنیت

په فراه کې د طالبانو په سنګرونو د پوځيانو ځپنده ګزارونه

کابل باختر د تلي  نهمه :
لس تنه وسله وال طالبان په فراه ولايت کې دهوايي بريد په بهير کې ووژل شول.
په دغو ډار اچوونکو تېره شپه د فراه ښار ته څېرمه د دوى په پټنځي بريد وشو .
د هېواد په لويديځ کې د ملي اردو يو قوماندان  باختر آژانس ته وويل چې په دې بريد کې د طالبانو په ډلې پورې اړوند ۱۰تنه  ډار اچوونکي ووژل شول .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: وسله والو طالبانو د يو لړ خونړيو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت ووچې پرې بريد وشو .
ويل کيږي په دې بريدکې د طالبانو پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته