(PS)خبرونه(PS)فرهنګTOP(PS)

د لوحو او تابلو ګانو د اصلاح کمېسیون لومړۍ غونډه ترسره شوه

کابل، د وږي ۲۶مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو د معین مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تابلو ګانو د اصلاح کمېسيون نن خپله لومړنۍ غونډه ترسره کړه.

په دغه کمېسیون کې د اطلاعاتو او کلتور، امربالمعروف، نهی عن المنکر او کورنیو چارو وزارتونو، کابل ښاروالۍ، علومو اکاډمۍ او د کسبګرو ټولنې استازي برخه لري.

د دغه کمېسیون د جوړولو اصلي موخه په ښارونو کې د اصیل افغاني کلتور مطابق د لوحو او تابلو ګانو چمتو کول دي.

یاد کمېسیون په خپله لومړنۍ غونډه کې پرېکړه وکړه، چې په لومړي پړاو کې به د وزارتونو او دولتي ادارو د لوحو د توحيد او په پلازمېنه کابل کې د شته لوحو د اصلاح په برخه کې عملي کار پیل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر دې وړاندې خبر ورکړی و، چې په هېواد کې د پردي کلتور د مخنیوي په موخه د ګړندیو هڅو د پیل خبر ورکړی و.

هېره دې نه وي، چې دمګړۍ د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد  په ګڼو ښارونو کې خلک د هغه لوحو له شتون څخه شکایت کوي، چې د پردیو په ځانګړي ډول د ګاونډیو هېوادونو په لیکدود لیکل شوې او پردۍ کلمې پکې کارول شوې دي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا