
کابل، د مرغومي ۲۷مه، باختر
اسلامي امارت د لومړي ځل لپاره د آقېنې بندر له لارې ترکیې ته د افغانستان د صادراتي توکو د صادرولو خبر ورکړی دی.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد توکي د کورنیو شرکتونو له لوري او د افغانستان د نمبر پلېټ لرونکو لاریو په واسطه ترکیې ته استول کېږي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې یاد صادراتي توکي د آقینې بندر له لارې له ترکمنستان او ایران څخه تر تېرېدو وروسته ترکیې ته رسېږي.
د یادونې وړ ده، تر دې وړاندې د ځمکې له لارې د افغانستان صادراتي توکي د افغانستان د نمبر پلېټ لرونکو لاریو له لورې ترکیې هېواد ته نه وو صادر شوي.
افغانمل