خبرونهروغتیا

د غاښونو ډاکټرانو پر دندو محدودیتونه وضع کېږي

 کابل / د وري ۳۱ مه /باختر

د عامې روغتیا چارواکي وايي چې د غاښونو ډاکټرانو پر دندو محدودیتونه وضع کېږي او هر یو به د خپلې لایحې وظایف له مخې خدمات وړاندې کوي.

په قندهار کې د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ویس آرین د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست له مطبوعاتي مسوول ذبیح الله فیضي سره د غاښونو ډاکټرانو پر دندو غږېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په قندهار کې د غاښونو د درملنې ډېری مرکزونه جوړ شوي، چې د عامو خلکو په وینا زیاتره یې د کیفیت له اړخه غوره روغتیايي خدمات نه وړاندې کوي.

د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې مخکې د غاښونو د پروتېز برخې روغتیا پالانو ته د مشخصې دندو لایحو نه لرلو له امله د فعالیت رسمي جوازونه نه ورکول کېدل؛ خو له تېرې یوې میاشتې راهیسې د اسلامي امارت مسوولین د غاښونو روغتیا پالانو ته له جوازونو سره یو ځای د ندو لایحې هم ورکوي، چې د خپل مسلک مطابق خدمات وړاندې کړي.

ذبیح الله فیضي وايي چې د غاښونو په برخه کې د درې ډوله روغتیا پالانو،  ستوماتولوګ چې شپږ کاله یې د غاښونو په برخه کې زده کړې کړې، ټیکنیشن چې درې کاله یې زده کړې کړې او پروتیز چې د غاښونو په برخه کې یې دوه کاله زده کړې کړې، خلکو ته خدمات وړاندې کوي؛ خو له دې وروسته ټول باید د خپلو د دندو لایحو له مخې کار وکړي او یو د بل په کار کې مداخله ونه کړي.

هغه په قندهار ښار کې یوازې د یوه خصوصي روغتون یادونه وکړه، چې ستوماتولوګ ډاکټران په کې دنده ترسره کوي او جوازونه هم لري.

فیضي نه یوازې د غاښونو؛ بلکې له ټولو ډاکټرانو څخه غوښتنه وکړه چې په خپل مسلک کې کار وکړي او په غیر مسلکي کې برخه کې دې د ناروغانو له درملنې ډډه وکړي.

د عامي روغتیا ریاست مطبوعاتي مسوول فیضي له خلکو څخه هم وغوښتل، چې د خپلې درملنې په موخه  مسلکي روغتیا پالانو ته ورشي.

دا په داسې حال کې ده چې عامو خلکو هم د اسلامي امارت دغه کار ستایلی او زیاته کړې یې ده چې د غاښونو د ډاکټرانو د ندو لایحې په مشخص کېدو سره به د روغتیا پالانو کارونه مشخص شي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته