اقتصاد

د لومړي ځل لپاره د هېواد په ختیځ کې د باڼس پروژه پلي کېږي

جلال اباد باختر د زمري  ۷ مه
د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې د نږدې څلور مېلیونو افغانیو په لګښت د  باڼس پروژه پلي کېږي.
دغه پروژه د کلیو د بیا جوړولو او پراختیا ریاست د کلیوالي صنعتونو د پرمختیا ملي پروګرام د بانسونو د تشبثاتو د ترویج او پراختیا پروګرام  له لارې پلي کېږي.
د ننګرهار د کلیو د بیا جوړولو او پراختیا رییس انجنیر مجیب الرحمن ضیا د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې په دې پروژه کې د باڼسونو د پروسس او ساتنې لپاره د یوې فابریکی جوړول دي چې د کامې ولسوالۍ په نواباد سیمه کې پلي کیږي او موخه یې په کلیو او بانډو کې خلکو ته د اقتصادې فعالیتونو زمینه برابرول دي.
هغه زیاته کړه، دا لومړنی ازمایښتي پروګرام دی او په بریالیتوب سره به یې د ننګرهار په نورو سیمو کې هم ورته پروژې پلي شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته