امنیت

يوه استراليايي ميرمن دکابل له قلعه فتح الله څخه وتښتول شوه .

-کابل – باختر د لړم دمياشتې١٦
يوه افغاني الاصله استراليايي ميرمن تيره شپه دکابل ښار له لسمې ناحيې څخه وتښتول شوه.
امنيتي خبرځايونو تاييده کړه چې دوو تنو وسله والو کسانو يوه افغاني الاصله استراليايي ميرمن دکابل ښار دقلعه فتح الله له ساحې څخه وتښتوله دغې ميرمنې داکبر موسسې ته کار کاوه.
ددغې انسان تښتونې انګيزه تراوسه پورې معلومه نه ده پخواهم دوه بهرنۍ ميرمنۍ دکابل له قلعه فتح الله څخه تښتول شوې وي چې وروسته دپوليسو په هلوځلو سره آزادې شوي.
دغه انسان تښتونه په داسې حال کې کيږي چې څو مياشتې مخکې دافغانستان دامريکايي پوهنتون دوه تنه استادانۍ چې امريکايي او استراليايي وې دکابل له دارالامان ساحې څخه وتښولې شوې چې تراوسه پورې دهغوى دبرخليک په باب خبرنه دى ترلاسه شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته